د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ بنېډېکټ داسلامى نړى له دې غوښتنى سره مخامخ دى چې دخپلو جنجالى تبصرو په اړه بښنه وغواړى


پاپ بنېډېکټ داسلامى نړى له دې غوښتنى سره مخامخ دى چې داسلام په هکله دخپلو جنجالى تبصرو په اړه بښنه وغواړى . نن د سه شنبى په ورځ د تر کېې د دېنى چارو د کارگرانو اتحادېې په نقره کې ددى لپاره مظاهره کړې وه چې له پاپ نه دا وغواړى چې ېا معذرت وغواړى او ېا ترکېې ته خپل پلان شوى سفر فسخ کړى .

ېوشمېر مظاهره چېانو غو ښتنه وکړه چې کله پاپ د نومبر په مېاشت کې ترکېې ته راشى نو پکارده چې هغه تو قېف شى. خو د ترکېې حکومت وايى دوى توقع کوى چې د پاپ سفر د پلان سره سم پر مخ ولاړشى. په عېن حال کې واتېکان وايي دوى خپل استاځى د اسلامى نړى مشرانو ته ددى لپاره لېږى چې د تېرى اونى دهغى وېنا په باب توضېحات ورکړى چې پاپ په المان کې کړې وه .

پاپ په خپله وېنا کې د څوارلسمى پېړى د باېزنتېن د امپراطور نقل قول کړى واو هغه وېلى وو چې د اسلام د پغمبر ېو لړ ښوونى بدې او غېر انسانى دي. دمالېزېا لومړى وزېر عبدالله بداوى وايي دده هېواددپاپ له تاسف نه ډک اظهارات قبلوى. خو هغه پاپ دېته هڅولى دى چې په اېنده کې د داسى وېناگانو له کولو نه ځان وساتى چې مسلمانان نورهم په اېنده کې په غوسه کړى. مالېزېا د اسلامى کنفرانسى د موسسى مشرى کوى . اسلامى کنفرانس په نړى کې داسلامى هېوادونو ستره موسسه ده.

XS
SM
MD
LG