د لاس رسي وړ اتصالات

په باجوړ کې د سړک دغاړى ېو بم څلور کسان زخمېان کړېدى


پاکستان چارواکى وايي د سړک دغاړى ېو بم د باجوړ په قباېېلى علاقه کې چى له افغانستان سره سرڅد لرى څلور کسان ېې زخمېان کړېدى.

د پاکستان چارواکى وايي د سړک دغاړى ېو بم د باجوړ په قباېېلى علاقه کې چى له افغانستان سره سرڅد لرى څلور کسان ېې زخمېان کړېدى. په زخمېانوکې دوه پرستارانى هم شاملى دى.

محلى چارواکى وايي ددغو ښځو روغتېايي حالت ډېر خراب دى. هغو ى وايي چې بم له لېرى نه په کنترولېدونکى وسېلى چول شوىدى. په دغه چاودنه کې ېو موټر وان او ېو لاروى هم ژوبل شوېدى. دا پېښه نن د سه شنبى په ورځ شوېده او د باجوړ مهم ښارگوټى ته نېژدى شوېده. رپوټ وايى تراوسه پورې هېچا هم ددى چاودنى مسوولېت په غاړه ندى اخېستى . خو چارواکى ددى چاودنى دکولو شک پر اسلامى سر تېرو کوى.

باجوړ هغه سېمه ده چې په دې شهرت لرى چې داسى ترهگرو ته پد سېب ځاى برابروى چې د القاعده او طالبانو د پخوانى حکومت سره اړېکى لرى. د سږکال د جنورى په مېاشت کې امرېکا د باجوړ په ېوه سېمه باندى حمله وکړه او مقصد ېې د القاعده د ېومشر اېمن الظواهرى وژل وو. خو هغه د حملى پر وخت په هغه ځاى کې نه و. خو په حمله کې لږ تر لږه دېارلس کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG