د لاس رسي وړ اتصالات

جموررئیس بوش دپاکستان دجمهوررئیس پرویز مشرف سره په سپینه ماڼۍ کې ملاقات کوی


جمهوررئیس بوش دپاکستان دجمهوررئیس پرویز مشرف سره په سپینه ماڼۍ کې دتروریزم په خلاف جنگ په باره کې دخبرو لپاره ملاقات کوی .

جنرال مشرف دخبرو نه مخکې دامریکا تلویزنی شبکی ‏ته وویل، امریکا گواښ کړی وچې که دیودپاسه ددوه زرم کال د سیپټمبر دیولسمی نیټی دترورستی حملونه وروسته دامریکا په مشری دتروریزم په خلاف جنگ کې همکاری ونکړی نو په پاکستان به بمباری وکړی. جنرال مشرف په هغه مرکه کې چې دیکشنبی په ورځ به خپره شی وویل، دغه گواښ دهغه وخت دبهرنیو چارو مرستیال ‏(‎ ریچرد ارمی ټاج ‏)‎ورته کړی و.

ښاغلئ ارمی تاج وائې، هغه هیڅکله دا تهدید نه وکړی چې پاکستان به بمباری کړی مگر هغه ورته سخت پیغام رسولی وچې وائې، پاکستان باید دموږ سره وی یا باید زموږ مخالف وی.

دسپینې ماڼۍ نطاق ‏(‎ ټونی سنو ‏)‎ خبریالانوته وویل، دامریکا پالیسی دانده چې دبمباری کولوتدیدونه وکړی .

احتمال لری چې ننی خبری دښاغلې بوش او جنرال مشرف ترمنځ دالقاعدی دترورستی شبکی دمشرداسامه بن لادن دپلټنی په باره کې وی . گمان کیږی چې هغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدی سیمه کې پټ دی .

ښاغلې بوش دروانی هفتی په سرکې ویلی وچې که دبن لادن دځای په باره کې کره استخباراتی معلومات لاس ته راوړی چې په پاکستان کې دی نو امریکائې قواوته به امروکړی چې پسی ولاړی شی.

جمهورریئس پرویزمشرف په ځواب کې وویل، هغه نه غواړی چې امریکا ئې قواوی دبن لادن دپیداکیدلو پسی پاکستان ته ننوځی .

XS
SM
MD
LG