د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس بش د روژی د مبارکی میاشت په راتگ ټولو مسلمانانو ته تبریکی ویلی ده


د خپلی تبریکی په پیغام کی جمهورریس بش ویلی دی چی د روژی میاشت د اسلامی جنترئ یوه مقدسه میاشت ده او همدا میاشت ده چی په دی کی مسلمانان عباداتونه کوی ، روژی نیسی او د خیر ښیگڼی کارونه کوی.

همدا د روژی میاشت ده په کومه کی چی د اسلامی تعلمیاتو له مخی خداوند تعالی په خپل پیغمبر حضرت محمد باندی قران پاک نازل کړو

دغه د روژی میاشت ده چی خلکو ته دا فرصت برابروی چی د خپلو دوستانو او عزیزانو سره یوځایی شی او د خدایی پاک نه شکر وکړی او د یو بل سره د خیر په کارونو کی مرسته وکړی

د روژی میاشتی او راتلونکی نوری مبارکی ورځی په دی خاطر ډیری مفیدی لمحی دی چی دی سره مونږ یو بل ته نور هم نیزدی کیږو

زمونږ د امریکا ټولنه په دی ډیره غنی ده چی زمونږ مسلمان امریکایان خپلی عقیدی ته ډیر مصمم دی او دا په دی خبری دلالت کوی چی امریکا کی مذاهبو ته ډیره ازادی میسره ده.

زما میرمن لورا بش او زه د روژی مبارکی میاشت په راتلو ټولو مسلمانو ته مبارکی وایم

روژه مو مبارک شه


XS
SM
MD
LG