د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کي د بم په چاودنه کي دري تنه وژل سوي دي


پاکستاني پولیس وايي د پاکستان په یوه ښار کي د بم په چاودنه کي د یوې کوچینۍ نجلۍ په شمول دوه تنه وژل سوي دي.

دوي وايي پدې چاودنه کي چي په دېره غازي خان کي وسوه شل تنه ټپي سوي هم دي. دا بم پر یوه بایسکل باندي تړل سوی وو. دا چادونه په یوه بازار کي سوې ده.

پولیس وايي ددې حملې مسول کسان لا ندي پېژندل سوي.

دغه زار، د ټپي سویو کسانو په باره کي هم سمدستي معلومات نسته. پولیس وايي تحقیقات کوي.

پاکستان د تروریزم پرخلاف د متحده ایالاتو ملگری دی، او تر اوسه پوري په هغه هیواد کي څو تروریستي حملې سوي چي مسول یې داخلي افراطیان گڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG