د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان د اسامه بن لادن د مړېنى رپوټونه نشى تائېدولى


سعودي عربستان وايي له دوى سره ددى شواهد نشته چې د مطبوعاتو وروستى رپوټونه تائېد کړي چې اسامه بن لادن مړشوېدى.

سعودي عربستان وايي له دوى سره ددى شواهد نشته چې د مطبوعاتو وروستى رپوټونه تائېد کړي چې اسامه بن لادن مړشوېدى. په واشنگټن کې د سعودى عربستان سفارت نن د ېکشنبى په ورځ ېو خبر لېک خپور کړ او په هغه کې وايي په دې نېژدى وخت کې چې کوم معلومات د القاعده د مشر اسامه بن لادن په باب خپور شوېدى او د هغه دمړېنى په باب معلومات ورکوى دامازى اټکل دى او د کومى بلى مستعلى منبع سره ېې تصدېق او تائېد نشي کېدلى.

د فرانسې ېوې ورځپاڼ د فرانسې د استخباراتو د ېو سري رپوټ پر بنان باندى دامعلومات خپور کړېدى چې وايي سعودي چارواکي په دې عقېده دي چې بن لادن په پاکستان کې د محرقى په ناروغى په تېره مېاشت کې مړ شوېدى.

د فرانسې جمهوررئېس ژاک شېغاک ووېل دارپوټ ندى تائېد شوى او دا وعده ېې وکړه چې په دې برخه کې به تحقېقات وکړى چې سري اومحرم معلومات څنگه خپاره شوېدى.

سپېنى ماڼۍ هم ووېل چې دوى دا رپوټ نشى تائېدولى، په داسې حال کې چې دامرېکا خارجه وزېر ې مېرمن کانډو لېزا راېس په دې برخه کې له تبصرې نه ډډه وکړه.

پاکستان او افغانستان هم بېلا بېل وېلي دي چې د بن لادن د مرگ کېسه تائېد کېدلى نشى. په تېرو وختونو کې هم ډېر داسى رپوټونه راغلي دي چې بن لادى مړشوېدى.

په واشنگټن کې دېره داستخباراتو مرکز چې دترهگرانو ترمنځ دخبرو او مکاتبى څارنه اوکتنه کوى دامرېکا غږ ته ووېل چې له دوى سره داسى معلومات نشته چې دا څرگنده کړي چې بن لادن مړشوېدى. ددغه استخباراتى مرکز مشر

بن وېزکې وايي دى فکر کوي چې که بن لادن مړ شى او داخبر رېښتېا وى نو القاعده به ډېر ژر خپور کړي


XS
SM
MD
LG