د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق جگړى د اسلامى سر تېرو د شبکو په جوړولو کې مرکزى نقش لرلى دى


دامرېکا استخباراتى ادارو رپوټ ورکړېدى چې د عراق جگړى له دې سره مرسته کړېده چې داسلامى سر تېرو ېونوى نسل ترېنه الهام واخلى او نړېوالى ترهگرۍ گواښ ته د سون مواد برابر کړى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپانه لېکى چې د ملى استخباراتو سري ادارى اټکل کوى چې پر عراق باندى تېري کولو او دهغه هېواد اشغالولو د اسلامى سر تېرو د شبکى د په جوړولو کې مرکزى نقش لرلى دى. دوى دعراق مسلى د غرب سره له مخالفت نه پرته په نورو مساېلوباندى سره متحد کړيدي.

دارپوټ وايي دامرېکا لس دولس تنو چارواکېو او بهرنېو ماهرانو چې دا رپوټ لېدلى دى وايي رپوټ داسى نتېجه گېرى کوي چې داسلامى سرتېرو مخ په زېاتېدو تحرېک د القاعده له مشرتابه نه الهام اخېستى دى خو له القاعده سره مستقېمى اړېکى نلرى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه وايى ماېکل هېډېن ، دامرېکا د مرکزى استخباراتو اوسني مشر له دې رپوټ نه په تېر اپرېل کې دا کار واخېست او خبر دارى ېې ورکړ چې که همدا حالت دوام ولري نو دامرېکا خلاف گواښونه به ډېرې بڼې پېدا کړي او په نتېجه کې ېې په گرده نړۍ کې دامرېکا خلاف حملى زېاتېدلى شى.

رپوټونه وايي هغو سرتېرو چې په عراق کې جگړه وکړه هغوى خپلوهېوادونو ته راستېنېدلى شى او کورنېو شخړو ته لمن وهلى سى او افراطى نظرېات نور هم پسې تقوېه کولى شى.

په رپوټ کې دا نتېجه هم اخېستل شوېده چې اېنټرنېټ د جهادى نظرېاتو د خپرولو سره ډېره مرسته کړېده . په داسى حال کې چې هغوى نور په داسى هېوادونو لکه افغانستان کې خوندي ځاېونه نلرى، اېنټرنېټ دترهگرو د فعالېتونو لپاره د سېب په ځاى بدل شوېدى.

دا اولنى ځل دى چې دملى استخباراتو ادارى خپل اولنى او رسمى اټکل د نړېوالې ترهگرۍ په برخه کې دعراق د جگړې له پېل نه وروسته وړاندى کړېدى. دارپوټ دامرېکا د ١٦ استخباراتى ادارو دنظر نماېندگى کوى


XS
SM
MD
LG