د لاس رسي وړ اتصالات

په هېلمند کې ېوځان وژونکي اتلس کسه د بم په چاودنه کې وژلى دى


ېو ځان وژونکي دهېلمند په ولاېت کې له ځان سره اتلس کسان د بم په چاودنه کې وژلى دى. چارواکى وايى په دغه ځان مرگى حمله کې څو تنه نور زخمېان شوېدى. په قربانېانو کې ېوشمېر افغان عسکر هم شامل دى.

پولېس وايي ځان وژونکى د سه شنبى په سهار په لشکر گاه کې چې د هېلمند ولاېت مرکز دى، د والى ددفتر مخى ته ځان په بم والوزاوه.

په ېوه بله جلا پېښه کې دکابل په جنوب کې دناټو د عسکروپه گزمى باندى د بم په حمله کې ېو اېتالوى عسکر وژل شوىدى. دناټو چارواکى وايي چې په همدغه حمله کې دوه نور بهرنى عسکر او پنځه تنه افغان ملکېان هم زخېمان شوېدى.

رپوټ وايي ېو څوکسانو خبرى اژانسونو ته په تېلفون کې وېلى دى چې دوى د طالبانو په نماېندگى خبرى کوى او ددې پېښى مسوولېت ېې په غاړه اخېستى دى. رپوټ وايي د ېاغى طا لبانو حملى په افغانستان کې خصوصا د هېواد په جنوبى برخو کې مخ په زېاتېدو دى. دناټو قواوې هم په همدغو ځاېونو کې ځاې په ځاى شوېدى.

ددوشنبى په ورځ دکندهار په ولاېت کې د ښځو د چارومشره د خپل کور په مخکى په ټوپک ووېشتل شوه. چارواکېو ووېل نامعلومو ټوپک والاو چې په موټر ساېکل سپاره ووصفېه عمه جان هغه وخت دخپل کور په مخکى ووېشتله چې له خپل کورنه ددفتر په لورى تلله . ددغى حملى مسوولېت چا په غاړه ندى اخېستى خو دوژونو دود ېې هغو نورو قتلونو ته ورته دى چې ېاغى طالبانو کړي وو.

عمه جان په ٢٠٠٢ مېلاد ى کال کې د ښځو د چارو ددفتر رئېسه وټاکل شوه. د ښځودچارود فتر د حکومت له خوانه هغه وخت تاسېس شو چې دامرېکا په مشرى تها جمى حملو کې د سخت درېځه طالبانو رژېم له قدرت نه وغورځېده. طالبان چى له قدرت نه وغورځېدل نو دافغانستان نوي حکومت وکړى شول چې ښځو ته د پخوانى رژېم له ځپونکېو پالېسېو نه نجات ورکړى.

XS
SM
MD
LG