د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې قاضى د صدام حسېن محاکمه د اکتوبرترنهمى پورې ځنډولى ده


په عراق کې ېو قاضى د صدام حسېن محاکمه، وروسته له هغه نه چې په محکمه کې ډېر تود بحث وشو، د اکتوبر تر نهمى پورې ځنډولى ده.

د محکمى قاضى محمد اورېبى الخلېفه ووېل ده د محکمى جرېان ددى لپاره ځنډولى دى جې مدافعانو ته ددى لپاره وخت په لاس ورشى چې له خپلو غېر حاضرو وکېلانو سره رابطه ټېنگه کړى او ېا دهغوى پرځاىنور وکېلان وټاکى. نن د سه شنبى په ورځ ټول اوه تنه مدافعان له محکمى نه په دې خاطر واېستل شول چې په محکمه کې ېې له چوپ کېناستلو ته انکار وکړ.

رپوټ وايى چې اول صدام حسېن له محکمى نه واېستل سو او له دېنه وروسته د نور و مدافعانو او د قاصى ترمنځ په لوړ اواز خبرو کولو مسابقه پېل شوه.

دادرېم ځل دى چې په تېرو درى جلسو کې صدام حسېن له محکمى نه اېستل کېږى . نن د سه شنبى په ورځ په محکمه کې اوو عېنى شاهدانو خبرى واورېدل شوې. ترهغى وروسته دمحکمى بهېر وځنډول شو.

صدام څسېن او له هغه سره په شپږ تنو د ا تور لگېدلىد ى چې د ١٩٨٠ په لسېزه کې ېې د کردانو خلاف د عام قتل عملېات پېل کړى وو.

XS
SM
MD
LG