د لاس رسي وړ اتصالات

ټونی بلیر په وروستی ځل خپل کارگر گوند ته وینا کول غواړی


د انگلستان صدر اعظم ټونی بلیر چی د سیاست پریښودو فیصله یی کړیده، په وروستی ځل خپل کارگر گوند ته وینا کول غواړی.

د صد راعظم بلیر مشاورین وایی چی دغه وینا چی په مانچسټر ښار کی د کار گر گوند غونډی ته به وشی . په هغی کی به ښاغلی بلیر په راروانو انتخاباتو کی د خپل گوند د څلورم ځل کامیابئ دپاره یوه کړنلاره ورکوی.

د دغی وینا ځینی برخی چی د وخت نه وړاندی خپری شویدی. په هغی کی ښاغلی بلیر د خپل گوند په غړو غږ کړیدی چی باید ځانونه د زمانی نوو چلنجونه ته عیار کړی . د ده په نظر په کال ١٩٩٧ کی په اول ځل قدرت ته رسیدو نه پس په دی نهو کالو کی حالات ډیر بدل شویدی.

ښاغلی بلیر تیره میاشت ویلی وو چی دی به د یو کال په موده کی دننه د سیاست نه د گوښه کیدو اعلان وکړی او د مالیی وزیر گورډ ن براون به د ده په ځایی د گوند مشر او د هیواد صدر اعظم مقرر شی


XS
SM
MD
LG