د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوبي سیمه کي د ناتو پر یوه کاروان باندي ځان مرگي حمله وسوه


افغان مقامات وايي د هغه هیواد په جنوبي سیمه کي یو ملکي سړی هغه وخت ټپي سو چي یوه سرتېري خپل موټر بم وچاود.

افغان چارواکي وايي دې سرتیري نن د چهارشنبې په ورځ د کندهار په ښار کي خپل موټر د ناټو یوه کتار ته څېرمه وچادو. پولیس وايي د ناټو عسکرو ته تلفات ندي رسېدلي.

د سې شنبې په ورځ، د هلنمد په ولایت کي، یوه سرتېري بم چونکي د افغاني امنیتي قواو په شمول ١٨ تنه ووژل. دا حمله د لښکرگاه په ښار کي د والي دفتر ته څېرمه وسوه.

طالبانو خبري اژانسونو سره په تیلفوني خبرو کي ددغه حملې مسولیت په خپله غاړه اخېستی دی.

د هغه وخت راهیسي چي د افغانستان په جنوبي سیمو کي د ناتو په مشرۍ عملیات پیل سوي دي، د طالبانو حملو هم زور اخېستی دی.


XS
SM
MD
LG