د لاس رسي وړ اتصالات

افغان امنیتي قواو د هغه هیواد په جنوب کی ٢٥ یاغیان وژلي دي


د ناتو مامورین وایی چی افغان امنیتي قواو د افغانستان په جنوب کی د طالبانو سره په جگړه کی چی په دې وختو کی یې زور اخیستی ٢٥ مشکوک یاغیان وژلي دي .

چارواکي وایی دغه یاغیان هغه وخت ووژل سول چی پرون یې د هلمند په ولایت کی د پولیسو د تلاشۍ په یوې پوستې باندی حمله وکړه .

افغاني مقاماتو دا هم ویلي دي چی د یاغیانو په حملو کی چی ښکاره هدف یې افغان او د ناتو قواوي دي ، لږ تر لږه پنځه کسه زخمي سوي هم دي .

په څو تیرو هفتو کی په افغانستان کی د یاغیانو حملې زیاتي شوي دي . د سه شنبې په ورځ یوه ځان مرگي بم چونکي ١٨ کسه ووژل او په کابل کی هم په یوه چاودنه کی یو ایټالوی عسکر وژل سوی دی .

په عین حال کی آسترالیا وایی چی د روزگان د ولایت نه د خپلو خاصو قواو ٢٠٠ عسکر را باسی . د هغه هیواد د دفاع وزیر وویل چی دغو عسکرو هلته یو کال تیر کړ او اوس استراحت ته ضرورت لری .

هغه وویل چی آسترالیا به افغانستان ته نور ۴٠٠ عسکر واستوی چی د بیا رغوني په پروژو کی کار وکړی .

XS
SM
MD
LG