د لاس رسي وړ اتصالات

نن په کابل کې یوه انتحاری چاودنه شویده


نن په کابل کې دکورنیو چارو دوزارت مخی ته یوسرتیری بم اچونکی خپل ځان الوزولی دی . په دغه چاودنه کې پخپله بم اچونکی دیوماشوم په شمول دولس تنه وژل شویدی او تقریبآ پنځوس تنه نورپکې ټپیان شویدی.

رپوټونه وائې، حمله کونکی چاودیدونکی مواد له خپل ځان سره وړل او په داسی وخت کې وچول چې دکورینوچارو دوزارت کارکونکی کارته روان وو.

دکورنیو چارو دوزارت نطاق ضمیری بشری چې دچاودنی په وخت کې په ودانې کې و،وائې، داسی ښکاری چې دبم اچونکی هدف دوزارت مخی ته امنیتی پوسته وه .

په دغه چاودنه کې یوشمیر دکانونه ویجاړشویدی .

په روانه میاشت کې دا پنځمه چاودنه چې دکابل په ښارکې کیږی . یوکال پخوا په نسبی توگه دکابل ښار محفوظ و.

پدی وروستیومیاشتو کې په درست هیواد کې امنیتی وضع خرابه شویده.دناټو ماموران وائې، په هغو سیمو کې چې ددوی دقوماندی لاندی دی ،په روان کال کې شپږپنځوس ځان وژونکی حملی شویدی .

XS
SM
MD
LG