د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د یورانیمو دغنی کولو نه دلاس اخیستلو غوښتنه بیا  رد کړه


د ایران جمهوررئیس محمود احمدی نژاد دیورانیمو دغنی کولو نه دلاس اخیستلو غوښتنه بیا ردکړه چې وائې، لویدیځ ملکونه لدی نه دپروپاگنډ په کاراخلی .

ښاغلې احمدی نژاد نن په تهران کې محصلینوته دخبرو په ترڅ کې دا خبره وکړه چې دیورانیمو دغنی کولو نه لاس اخیستل به لویدیځ ته دتسلیمیدو معنئ ولری . هغه دپروگرام ددوام په باره کې ژمنه وکړه چې دده په قول دایران داتمی پروگرام حق ژغوری .

لویدیځ ملکونه وائې، ددغه پروگرام هدف داتمی وسلو جوړول دی . ایران وائې ، دغه پروگرام ئې دسوله ایزو مقاصدولپاره دی .

دروانی هفتی په سرکې داروپائې اتحاد دبهرنی پالیسی مشر هاویر سولانا دایران دستر مرکچی علی لاریجانی سره دلیدنی کتنی په وخت کې په دغه موضوع باندی خبری کړی وی.

دامریکا دبهرنیوچارووزیره کانډولیزا رائس په راتلونکو ورځو کې دنړۍ دقدرتونو دنورو انډوالانوسره ددغه جنجال په باره کې خبری کوی . فرانسه ، بریتانیه،روسېه،چین او المان به پدغو خبرو کې ونډه واخلی.

XS
SM
MD
LG