د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان جمهوررئیس دافراطیانودځپلو ژمنه کړیده


دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وائې، دپاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف وعده وکړه چې افراطی مسلمانان او مذهبی تندروان به وځپی .

ښاغلې کرزی نن دشنبی په ورځ په کابل کې خبریالانوته دخبرو په ترڅ کې داتبصره وکړه. هغه وویل، جمهوررئیس پرویزمشرف ژمنه وکړه چې دننه په پاکستان کې به دټولو افراطی عناصروپه خلاف اقدام وکړی .

ښاغلې کرزی وویل، ښاغلې مشرف دغه پیشنهاد په روانه هفته کې په واشنگټن کې دخبرو په وخت کې وکړ.

جمهوررئیس بوش ددغودواړو جمهوررئیسانو کوربه وچې تریوحده پوری ئې کوښښ کاوه چې ددغو دواړو مشرانو ترمنځ زړه بدوالی کم کړی .

دغه دواړه هیوادونه په یو بل باندی انتقادکوی چې په افغانستان کې دطالبانو په مشری بغاوت دغلې کولو لپاره کافی څه نه کوی .

طالبانودافغانستان په جنوب کې دناټو په مشری قواو په خلاف خپلی حملی زیاتی کړیدی چې له پاکستان نه په سرحد باندی افغانستان ته اوړی .

XS
SM
MD
LG