د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو به په ېو څو ورځو کې د افغانستان په ختېځ کې د ١٢ زره عسکر و قومانده په لاس کې واخلى


ناټو وايي په ېو څو ورځو کې به دهغو ١٢ زره عسکر و قومانده په خپل لاس کې واخلى چې د افغانستان په ختېځ کې دامرېکا تر پوځى قوماندى لاندى دي. دناټو ېونطاق ووېل چې ددې قواو ېوځاى والى به اېساف ېا نړېوالو سوله ساتونکى قوې توسعه او پراختېا په افغانستان کې بشپړه کړى.

نطاق ووېل چې په افغانسان کې به دامرېکا د قواو شمېر په عمومى ډول بدلون ونه مومى. خوهغه اته زره امرېکا يي عسکر چې په القاعده پسى گرځى او ېا په هوايى عملېاتو کې لاس لرى هغه به دامرېکا تر مستقېمى قوماندى لاندى پاتى شى.

دا اعلان ېوه ورځ وروسته له هغه نه وشو چې دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزى له نړېوالى ټولنىنه خواست وکړ چې دده له هېواد سره په هغو هلو ځلو کې مرسته وکړى چې د سېب هغه ځاېونه بند کړى چې ترورېستان پکى روزل کېږى. ښاغلى کرزى ووېل دپاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف ژمنه کړېده چې په خپل هېواد کې به د ترهگرو خلاف جدى او سخت اقدامات وکړى.

XS
SM
MD
LG