د لاس رسي وړ اتصالات

د ژانگ سېن په نامه سخت توپان په وېتنام کې لږ تر لږه لس تنه وژلى دى


د ژانگ سېن په نامه سخت توپان په وېتنام کې لږ تر لږه لس تنه وژلى دى. دغه توپان د ډانانگ مرکزى سېمه نن د ېکشنبى په ورځ د قوى باد او شدېدو بارانو نو په واسطه سخته وځپله . دغه توپان ونى اود برېښنا مزى و غورځول. رپوټ وايي لږ تر لږه ١٣٠ کسان په دغه توپان کې زخمېان شوېدى او له پنځو زرو نه زېات کورونه وران شوېدى.

د وېتنام حکومت ١٨٠ زره کسان د هېواد له مرکزى برخو نه اېستلى دى . چارواکى وايي چې په وېتنام کې پوځ اوپولېسو ته تقرېبا په لسو ولاېتونو کې امر شوىدى په مرستو کې برخه واخلى . رپوټ وايي چې په دغه هېواد کې په تېرو دېرشو کلونو کې داسى خطر ناک توپان نه وراعلى.

ددى ترڅنگ ټول هوايي داخلى او خارجى پروازونه بند دى او داورگاډېو تگ راتگ هم ځنډېدلى دى.

XS
SM
MD
LG