د لاس رسي وړ اتصالات

د راتلونکې پنجشنبى په ورځ دناټو قواوې به په ټول افغانستان کې دامنېتى قواو قومانده په لاس کې واخلى


په افغانستان کې دناټو قواوې وايي چې دوى به د راتلونکې پنجشنبى په ورځ په ټول افغانستان کې ددغه تړون دامنېتى قواو قومانده په لاس کې واخلى. دناټو د تړون ېو معتبر چارواکى نن د سه شنبى په ورځ ووېل چې ناټو به د `١٢ زرو هغو عسکرو قومانده په غاړه واخلى، چې تراوسه پورې په ختېځ افغانستان کې دامرېکا د پوځ تر قوماندې لاندې وو.

دناټو نطاق مارک لېټي د ېکشنبى په ورځ ووېل په افغانستان کې به دامرېکا د قواو عمومى شمېر کم نشى. هغه اته زره امرېکا يي عسکر چې دا لقاعده په ترورېستانو پسى گرځى او هوايي حملى هم کوى هغوى به دامرېکا تر مستقېمى قوماندى لاندى پاتى شى.

په عېن حال کې دامرېکا پوځى چارواکى وايي ددوشنى په ورځ په ختېځ افغانستان کې ناوخته ېوه نښته وشوه . په دغه نښته کې ېو افغان عسکر اودوه امرېکا ېان ووژل شول. دامرېکا د پوځ ېو خبرلېک وايي چې په همدغه جگړه کې درى امرېکا يي عسکر زخمېان شوېدى. دا جگړه د کونړ ولاېت د پېچ په دره کې پېښه شوې وه.

د ېکشنبى په ورځ دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي پر نړېواله ټولنه باندى غږ وکړ چې دده له هېواد سره په هغو هلو ځلو کې مرسته وکړى چى د سرتېرو د سېب او روزنى ځاېونه بند کړى. هغه ووېل د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف وعده کړېده چې په خپل هېواد کې به د اسلامى سرتېرو پرضد سخت اقدامات وکړى.

XS
SM
MD
LG