د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران دا ټومى اېنرژى د ېو عالېرتبه چارواکى پېشنهاد


د اېران ېو عالېرتبه چارواکى پېشنهاد کړېدى چې فرانسه دې ېو داسى کنسورشېم ېا دڅو شرکتونو اتحآدېه جوړه کړى چې په اېران کې ېورانېم غنى کړى ، په دې ډول به له غرب سره دده د هېواد داټومى پروگرام په سر جنجال لپاره د حل لاره پېدا شى.

د اېران دا ټومى اېنرژى د موسسى د رئېس مرستېال محمد سعېدي دا وړاندېز په تهران کې د فرانسى له ېوې راډېوسره د مرکې په ترڅ کې وکړ. دامرکه نن د سه شنبى په ورځ خپره شوېده. سعېدى ووېل چې د فرانسى داټومى صنعت جوړوونکي په داسى سهامى شرکت کې برخه اخېستلى شى. ښاغلى سعېدى ووېل چې داکار به فرانسى ته اجازه ورکړى چې په اېران کې دېورانېمو دغنى کولو بهېر په څرگند ډول کنترولولى شى. رپوټ وا ېي چې سعېدي په دې برخه کې نور توضېحات ورنکړل.

خو د فرانسى خارجه وزارت نطاق له دغه پېشنهاد نه ځان لېرى ساتلى دى او د نړېوالو غوښتنى ېې داېران د ېورانېمو د غنى کونگ د ځنډولو په باب تکرار کړېدى.

د بر تانېې ېو معتبر چارواکى خبر دارى ورکړېدى چې پر اېران باندى دبندېزونو د لگولو لپاره هر څه برابر شوېدى، ځکه چې اېران په دې کې ناکام شو چې دملگرو ملتونو داگست د (٣١-مې ) نېټى په غوښتنه ېې عمل ونکړ او دخپلو ېورانېمو غنى کول ېې ونه ځنډول. د برتانېې دغه عالېرتبه غړى چې د خپل نوم له ښودلو نه ېې ډډه کړېده مطبوعاتو ته ووېل چې پراېران باندى د بندېزونو دلگولو لپاره تر تېبات نېول شوېدى او په هغه لاېحه باندى کار روان دى چې دملگرو ملتونو دامنېت شورى ته وړاندى شى او پر اېران بندېزونه ولگول شى.

په داسى حال کې چى فرانسى داېران پېشنهاد رد کړېدى خو داروپايي اتحاد دخارجى پالېسىمشر هاوېر سولانه وايي داېران دانظر په زړه پورې دى خو نور تحلېل هم غواړى .

په عېن حال کې به د روسېې دامنېتى شورى مشر داېران د اټومى چارو د عالېرتبه مرکچى على لارېجانى سره نن په تهران کې خبرى کوي.

XS
SM
MD
LG