د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو په افغانستان کی د امنیتي قواو قومانده په غاړه اخیستې ده


ناتو د افغانستان په ختیځ کی د ١٢ زره امریکایی عسکرو قومانده په غاړه واخیستله او په ټول افغانستان کی په امنیت باندی ددغه اتحاد کنټرول قایم سو .

ناتو اوس په پایتخت کابل او ټول ملک کی د بین المللی قواو قومانده په غاړه لری چی دا ددغه اتحاد په تاریخ کی تر ټولو غټ عملیات دي چی ور سپارل سوي دي .

ددې وظیفې د سپارلو په مراسمو کی چی نن په کابل کی تر سره سول د امریکا او ناتو قوماندانانو

او د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي برخه اخیستې وه .

پرون د ناتو لوړ رتبه قوماندان جنرال جېمز جونز په افغانستان کی په غیر نظامي چارو کی د بین المللي قواو زیاته ونډه اخیستل وغوښتل . هغه وویل چی د اپیمو د تولیداتو کنټرولول ډیر مهم او ضروري دي او ددغو موادو نه د ترلاسه شوو پیسو او د هغو د تجارت ن یاغي طالبان استفاده کوی .

جنرال جونز دا هم وویل چی افغانستان باید د خپلو نوو پولیسی قواو قابلیت هم لوړ کړی او د حکومتي مامورینو ریشوتخوري ختمه کړی .

XS
SM
MD
LG