د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په وروستیو حملو کی د القاعده څو تنه یاغیان وژل سوي دي


په عراق کی د امریکا اردو ویلی دي چی د الانبار په ولایت کی په وروستیو حملو کی په عراق کی د القاعده څو تنه یاغیان وژل سوي دي مگر دا نه ده معلومه چی ددې ډلي مشر ابو حمزه المهاجر چی په ابو ایوب المصري هم مشهور دی په وژل شوو کسانو کی دی که نه .

عراقي مامورین وایی چی دوی د هغه یوه تن د ویني د معایناتو یا ډی ان اې نتیجې ته انتظار باسی چی د بغداد په لویدیځ کی د حدیثه په ښارگوټي کی په پرونیو حملو کی وژل سوی دی .

د عربي تلویزیون په رپوټونو کی نن ویل شوي دي چی المهاجر په دې حملو کی وژل سوی دی .

مخکی د عراق لوړ رتبه امنیتي مامورینو ویلی وو چی د المهاجر ورځي هم په شمار دي ، او دا هغه وخت و کله چی امریکایی او عراقي قواو د هغه یو نژدې همکار ونیو او یو بل یې وواژه .

المهاجر چی اصلا مصری دی په عراق کی یې د القاعده مشري وروسته له هغه په غاړه واخیستله چی ابو مصاب الزرقاوي د جون په میاشت کی د امریکا په هوایی حملو ووژل سو .

XS
SM
MD
LG