د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی یوه ځان مرگي بم چونکي د پولیسو یو صاحب منصب وژلی دی


افغان چارواکي وایی چی یوه ځان مرگي بم چونکي د خوست په ولایت کی د پولیسو یو صاحب منصب وواژه .

مامورینو وویل چی په دې چاودنه کی چی نن وشوه ١٥ کسه زخمي سوي هم دي چی په هغو کی اته تنه ملکي خلک هم شامل دي چی د پولیسو د ماموریت مخي ته ولاړ وو . طالبانو ویلي دي چی دا کار دوی کړی دی .

څو ساعته وروسته یوه بل ځان وژونکي هم په خوست کی د تلاشۍ په پوسته کی ځان والوځاوه . په دې چاودنه کی هغه ټیکسی ډرایور زخمی سو چی بم چونکی په کی سپور و . ددې دوهمي چاودني به باب چا څه نه دي ویلي چی د چا کار و .

XS
SM
MD
LG