د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د افغانستان د پاره د خپلو سمندري قواو د ماموریت دوره یو کال نوره هم اوږده کړې ده


د جاپان کآبینې فیصله وکړه چی د افغانستان د پاره د خپلو سمندري قواو د ماموریت دوره یو کال نوره هم اوږده کړی چی په افغانستان کی د امریکا په مشري قواو سره مرسته وکړی . په دې فیصلې باندی به وروسته د جاپان پارلمان هم بحث کوی .

د جاپان دغه سمندري قواوي اول په ٢٠٠١ کال کی د هند سمندر ته ددې د پاره واستول سوې چی ائتلافي الوتکو ته تیل ورسوی . او دا اوسنئ ماموریت یې د نومبر په اوله ختمیدونکی دی .

ټوکیو دغه راز د پخواني صدراعظم یونی شیرو کویی زومي د حکومت په وخت کی تقریبا ٦٠٠ غیر محارب عسکر د عراق جنوب ته هم لیږلي وو چی په هغه ملک کی د بیا آبادۍ چاري سرته ورسوی . دغه ماموریت یې د جولای په میاشت کی ختم سو او هغه د نړۍ ددوهمي عمومي جگړې را پدې خوا اول وار و چی جاپان د جگړې سیمي ته خپل عسکر ولیږل .

په جاپان کی انتقاد کوونکي وایی چی دغه دواړه ماموریتونه د جاپان د سولي غوښتونکي اساسی قانون په خلاف شوي دي .

د جاپان نوی صدراعظم شین زو آبي وعده کړې چی د امریکا سره به اړیکي ټینگي کړی او د اساسي قانون هغه فصل به تعدیل کړی چی د جگړې د نه کولو په باره کی دی .

XS
SM
MD
LG