د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان او د امرېکا له ملگرو ملتونو نه ،  د شمالى کورېا پر خلاف د سختو اقداماتوغوښتنه


جاپان اوامرېکا له ملگرو ملتونو نه ، د شمالى کورېا پر خلاف داټومى ازموېنى په سبب سخت اقدامات غواړى. ددوشنبى په ورځ شمالى کورېا نسبتا ېوه کوچنى ازموېنه وکړه. رپوټ وايي چى دا د ساېنسپوهانو لپاره ډېره گرانه ده چې ددى خبرى تاېېد وکړى چې داټومى هستى د ماتېد لو او انشقاق عمل پېښ شوېدى.

جاپان وايي چې دوى له شمالى کورېا نه بهرد هوا معاېنه کوى چې دا معلومه کړى چې په هوا کې راډېو اکټېوېټى پېښه شوېده که نه.

سپېنه مآنى واىى چې دوى تراوسه پورى دانده تاېېد کړې چې شمالى کورېا اټومى ازموېنه کړېده که نه . نطاق وايى ېچ امرېکا به هېڅکله هم ېو قاطع ځواب پېدا نکړى.

که چېرې دساېنسپوهانو تحلېل نه دا معلومه شى چې اټومى ازموېنه شوېده نو جاپان اوامرېکا وېلى دى چې دوى به په شمالى کورېاباندى د وسلو بشپړ بندېز لگوى. په لوکسو شېانوباندى به هم بندېز ولگېږى. دمالى هغه بېړى چې شمالى کورېا ته ځى او بېرته ترېنه راځى دهغو ټولو تالاشى به کېږى او ددى آڅتمال شته چې اقتصادى بندېزونه هم پرې ولگېږى.

دامرېکا ددى پېشنهاد کاپې گانى ددوشنبى په ورځ د امنېت د شورى غړېو هېوادونو استاځو ته ورکړل شوى . په ملگرو ملتونو کې دامرېکا سفېر جان بولټن وايى روسېې او چېن ددې مسودې طرفدارى کړېده. رپوټ وايي چې امرېکا په دې برخه کې دنظامى عملېاتو پلان له نظره ندىغورځولى خوچارواکى وايي چې دوى دا غوره گڼى چى ددى مسلى لپاره د حل سوله ئېزه لاره پېدا کاندى. چېن وايى چې دوى له دې سره مخالف دى چې شمالى کورېا ته پوځې گواښ وشى. چېن شمالى کورېا دېته هم هڅوى چى د بى وسلى کولو خبرو ته حاضر شى.

XS
SM
MD
LG