د لاس رسي وړ اتصالات

دنړۍ هېوادونو د شمالى کورېا اټومى ازموېنه محکوم کړېده


دنړۍ هېوادونو د شمالى کورېا اټومى ازموېنه محکوم کړېده. سپېنى ماڼى د اعمل محکوم کړى او پاروونکى ېې بللى دى . امرېکا د ملگرو ملتونو د امېنت پرشورى غږ کړېدى چې په دې برخه کې عملى اقدامات وکړى.

دامرېکا جمهوررئېس جورج بش وايي د شمالى کورېا په واسطه داسى ازموېنه به نړېوالى سولى او امنېت ته ېو خطر وى.

هغه د چېن جنوبى کورېا، روسېې او جاپان له مشرانوسره خبرى وکړې او هغوى ټولو په دې موافقه وکړه چې داعمل دمنلو وړندى او پکارده چې دملگرو ملتونو دامېنت شورى سمدالاسه ځواب ورکړى. ښاغلىبش ووېل چې امرېکا په خپل امنېتى تعهد چې د جاپان او جنوبى کورېا ساتنه به کوى ولاړه ده.

توقع ده چې دامرېکا جمهوررئېېس په دې مسله باندى په نهه بجو او پنځه څلوېښت دقېقو باندى خبرى وکړي. دچېن حکومت دا ازموېنه ېو جسورانه عمل بللى دى او شمالى کورېاېې دېته هڅولى ده چې په ټپه ولاړو شپږ ملېتى خبرو ته چې د اټومى وسلو په با ب وې راستنه شى.

جنوبى کورېا وېلى دى چې ددوى اصولى درېځ دادى چې په اټومىوسله سنبال شمالى کورېا دمنلو وړ نده. جاپان په بېړه باندى ېوه ډلگۍ ټاکلى ده چې له دې ستونزې سره چې دوى ورته سېمه ئېز ثبات ته خطر وايى مقابله وکړى.

د برتانېې لومړى وزېر وېلى دى چې د شمالى کورېا اټومى ازموېنه په بشپړ ډول ېو غېرمسوولانه عمل دى.

XS
SM
MD
LG