د لاس رسي وړ اتصالات

دناټو قوماندان له جنرال مشرف سره ملاقات کوى


رپوټ وايي چې په افغانستان کې دناټو د قواو بر تانوى قوماندان په اسلام اباد کې دى او نن ددوشنبې په ورځ په پاکستان کې د هغه هېواد له نظامى چارواکېو سره ددى لپاره ملاقات وکړى چې د طالبانو په برخه کې ورسره خبرى وکړى.

د برتانېې قوماندان جنرال ډېوېډ رېچرډز تېره اونى په افغانستان کې دناټود قواو قومانده په لاس کې واخېستله . دهغه سفر په داسى وخت کې پېښېږى چې دا اندېښنى موجودې دى چې طالبان له پاکستان نه افغانستان ته ور اوړي.

د بر تانېې د "Sunday Times" ورځپآڼه لېکى چې جنرال ډېوېډ رېچرډز دمصنوعى سپوږمى په واسطه اخېستل شوى تصوېرونه او وېډېو لرى چې دا څرگندوى چې د پاکستان د پوځ استخبارات دطآلبانو جنگېالى تربېه کوى چې د برتانېې پر عسکرو باندى حملى وکړى.

خو د ناټو چارواکېو د سنډې ټاېمز رپوټ رد کړېدى او وايى چې جنرال رېچرډز به له پاکستان سره ډېر بشپږ او صادقانه بحث وکړى اومقصد ېې دادى چې له پاکستان سره نظامى اړېکى اوهمکارى انکشاف وکړى. هغوى وايى چې جنرال رېچرډز به ېا له جنرال مشرف سره ملاقات وکړى او ېابه ېې ونکړى.

XS
SM
MD
LG