د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې  دناټو دقواو قوماندان له جنرال مشرف سره ملاقات کوى


چارواکي وايي چې په افغانستان کې دناټو دقواو برتانوي قوماندان جنرال ډېوېډ رېچرډز نن د سه شنبى په ورځ د پاکستان له جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف سره په دې خاطر ملاقات وکړ چې د طالبانو خلاف په جگړه کې ورسره دهمکار په باب بحث وکړى. جنرال رېچرډ ز له جنرال مشرف سره د پاکستان د راولېپنډۍ په ښار کې ملاقات وکړ. دملاقات مقصد دطالبانو د بغاوت په مقابل کې زېاتېدونکې اندېښنې وې.

چارواکېو هغه رپوټ رد کړېدى چې د بر تانېې د "Sunday Times" ورځپاڼې خپور کړى واو وايى چې جنرال رېچرډز به جنرال مشرف ته هغه شواهد وړاندې کړي چې د پاکستان پوځى استخبارات دطالبانو ملاتړ کوى.

افغان چارواکېو داخبره څو څو ځلى تکرار کړېده چې د طآلبانو پاتى کسان په پاکستان کې پټېږى او له سرحد نه را اوړى چې په افغانستان کې حملى وکړى.

پاکستان دغه ډول ادعاگانى ردوى او وايي چې دوى له افغانستان سره په خپل سرحد کې اتېا زره عسکر ددى لپاره اچولى دى چى په سر تېرو پسى وگرځى. خو پاکستان داهم وايى چې دا کار عملا نا ممکن دى چې ټو ل سرحد وڅارل شى او بند کړى شى ، ځکه چې دا سخته غرنى سېمه ده او بې شمېره سختى لارې، غاښي او کنډوونه لرى. جنرال رېچرډز په افغانستنان کې تېره اونى دخارجى قواو قومانده په داسى وخت کې په لاس کې واخېسته چې امرېکا د افغانستان د ختېځوولاېتونو قومانده او کنترول د ناټو قواو ته وسپاره.

XS
SM
MD
LG