د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی په ځان مرگي حملو کی لږترلږه ١٦ کسه زخمي شوي دي


افغان پولیس وایی چی د خوست په نژدې اطرافو کی د امریکایی قواو گزمې ته نژدې دموټر بم چاودنه وسوه چی په عسکرو کی څوک زخمي سوي نه دي .

او په یوه بله چاودنه کی یوه ځان مرگي هغه موټر ته نژدې چی افغان عسکر په کی سپاره وو ځان والوځاوه چی ١۴ ملکي خلک او دوه عسکر یې زخمیان کړل

په کندهار کی دوو تنو چی په یوه موټرسایکل سپاره وو د هند قونسلگرۍ ته لاسی بم وغورځاوه مگر څوک په کی ژوبل نه شو .

په افغانستان کی په دې وروستیو وختونو کی د ځان مرگو حملې او د سړک په غاړو د بمونو چاودني زیاتي سوي دي .

د ناتو مامورین وایی چی دا حملې سږکال تر پروسږکال څلور چنده ډیری سوي دي .

XS
SM
MD
LG