د لاس رسي وړ اتصالات

د ځان مرگو په حملو کی درې تنه افغانان وژل سوي او د ناتو عسکر زخمي سوي دي


افغان چارواکي وایی چی د ځان مرگو په دوو بیلو بیلو حملو کی یو پولیس او لږترلږه دوه ملکي خلک وژل سوي دي . مامورینو وویل چی د پولیسو صاحب منصب هغه وخت ووژل سو او څلور تنه زخمیان سول چی نن د خوست په ښار کی د سړک په غاړه یو چا هغه بمونه چی په ځان پوری یې تړلي وو وچاودل .

لدینه مخکی یوه بل بم چونکي په لښکرگاه کی د ناتو قواوو ته نژدې ځان په بم والوځاوه .

په دې چاودنه کی دوه ماشومان مړه او څو تنه زخمي سول چی په زخمیانو کی د ناتو عسکر هم دي .

د برتانیې ددفاع وزارت وویل چی په دې پېښه کی درې برتانوي عسکر سپک زخمي سوي دي .

د هلمند په ولایت کی چی په دې وروستیو وختونو کی د طالبانو څملو زور اخیستی دی د ناتو په قواو کی د برتانوي عسکرو برخه زیاته ده .

XS
SM
MD
LG