د پاکستان په پیښور ښار کی پولیس وایی چی د ښار د گڼی گوڼی په ځایی کی د بم یوه چاودنه شویده چی پکی پینځه تنه مړه او ٢١ نور ژوبل شویدی.
بلخوا پاکستانی مامورین وایی په یوه یوی نظامی اډی باندی د اسلامی یاغیانو په حمله کی یی دوه عسکر وژل شوی او دری نور زخمی شویدی.
مقاماتو ویلی دی چی یاغیانو پرون د جنوبی وزیرستان په شکئ کی په یوی امنیتی پوستی د راکټونو حمله وکړه
ویل کیږی چی شکئ د القایده او یاغی طالبانو چی په افغانستان کی د امریکا په مشرئ ایتلافی قواو د حملو نه تښتیدلی دی . یو کلک مورچل دی.
په جنوبی وزیرستان کی په کال ٢٠٠۴ کی د پاکستان د امنیتی قواو او یاغیانو په جگړه کی په سلهاوو خلک ووژل شو.
همدا اوس پاکستانی عسکر د افغانستان سره په سرحدی سیمو کی پراته دی. چی یاغی طالبان او د القایده فراری غړی ونیسی