د لاس رسي وړ اتصالات

د هندی کشمیر په یو پوځی کمپ کې دری تنه عسکر وژل شویدی


دهند پوځی مقامات وائې، په هندی کشمیر کې یوعسکر خپل دری ملگری عسکروویشتل اووی وژل او دری نورئې ټپیان کړل .

دهند پوځی ماموران وائې، یوعسکر پرون دجمعی په ورځ دراجوری دسیمی په یونظامی کمپ کې دبحث نه وروسته پخپلو ملگروډزی وکړی .

ماموران وائې، دغه عسکر دخپل ځان دوژلو کوښښ هم وکړمگر ژوندی پاتی شویدی او سخت زخمی دی .

دهند امنیتی قواو داوړی پائتخت سرینگرته نژدی دوه مشکوکه افراطی مسلمانان په ډزوکې ووژل .

امنیتی قواو په جلاجلا نښتوکې دوه لږترلږه دوه افراطیان وژلی دی .

د١٩٨٩ م کال نه راپدی خوا دیاغی مسلمانانو تقریبآ لس دولس ډلې دهندی قواو سره په جگړه اخته دی . دوی دخپلواک کشمیر یا دپاکستان سره دیوځای کیدو لپاره جنگیږی . پدی نښتو کې په لسگونو زره کسان وژل شویدی .

XS
SM
MD
LG