د لاس رسي وړ اتصالات

کانډولیزا رائس دروسېې او گرجستان ترمنځ دروابطو دښه کولو غوښتنه کړیده 


دامریکا دبهرینو چارو وزیره کانډو لیزا رائس وائې، دمسکواوتبلیسی دهفتو هفتو تاوتریخوالی دزیاتیدو نه وروسته روسېې او گرجستان ته پکارده چې دیو بل په مقابل کې ددښمنی ډکه لفاظی کمه کړی .

میرمن رائس وائې،د امریکا دریځ دروسېې او گرجستان دواړو ته واضح دی چې وائې، پکارده دارامو عصابونه کارواخیستل شی . میرمن رائس وویل، دا په نیت کې لری چې نن دشنبی په ورځ په مسکو کې دروسېې دجمهوررئیس ولادیمیر پوتین سره ددغې موضع په هکله خبری وکړی .

میرمن رائس داتبصره خبریالانوته په الوتکه کې وکړه چې له پیکینگ نه مسکوته روانه وه.دابه هلته دیوې ورځی لپاره تم شی .

دروسېې او گرجستان ترمنځ ترټولو وروستی ستونزه تیره میاشت هغه وخت پیدا شوه چې دگرجستان نظامی مقاماتو دروسېې څلور نظامی صاحب منصبان بندیان کړل او په دوی باندی ئې دجاسوسی تورونه ولگول . روسېې دغه تورونه په کلکه ردکړل .

گرجستان دڅو ورځو نه وروسته دغه څلورتنه روسان خوشی کړل مگر روسېې په ځواب کې اقتصادی بندیزونه ولگول اوپه سلگونو گرجستانی ئې پدی توربیرته خپل هیواد ته واستول چې وائې، په غیر قانونی توگه دغه هیوادته ورغلی وو.

XS
SM
MD
LG