د لاس رسي وړ اتصالات

ايران  دلویدیځو ملکونو نه غوښتی دی چې دتهران داتمی پروگرام په خبرو کې دی برخه واخلی


ایران دلویدیځوملکونو له استازو نه غوښتی دی چې په هغو خبرو کې دی بیا گډون وکړی چې دتهران داتمی پروگرام په هکله کیږی .

دایران دبهرنیوچارو وزیر منوچهرمتکی نن دشنبی په ورځ خبریالانوته وویل، تهران دیورانیمودغنی کولو دپروگرام په ځنډولو کې کوم منطق نه وینی . هغه وویل،داتمی وسلو دنه خپرولو دتړون دغړی په حیث ایران دخپلو یورانیمو دغنی کولو حق لری .هغه زیاته کړه چې تهران دی ته تیاردی چې پرهغو دلائلو خبری وکړی چې دخپلو اقداماتوپه باب ئې لری .

ایران دخپل اتمی پروگرام پرسر دلویدیځو هیوادونو سره جنجال لری . توقع ده چې دایران په باره کې دیوې پریکړی مسوده دملگرو ملتونو دامنیت شوراته دراتلونکی هفتی په سر کې وړاندی شی .

ډیپلوماتانوداخبره کړیده چې دوی به په ایران باندی محدوده اقتصادی بندیزونه ولگوی ځکه چې دوی نه غواړی خپل دیورانیمو دغنی کولو فعالیتونه وځنډوی .

XS
SM
MD
LG