د لاس رسي وړ اتصالات

رائس شک لری چې شمالی کوریا به نوراتمی ازمایښتونه ونکړی


رائس ددی رپوټونو په باره کې شک لری چې وائې، شمالی کوریا وعده کړیده چې نوراتمی ازمایښتونه نه کوی

دامریکا دبهرنیو چارووزیره کانډولیزا رائس دمطبوعاتو دهغو رپوټونو په باره کې شک لری چې وائې، دشمالی کوریا مشر کیم جونگ وعده کړیده چې نوراتمی ازمایښتونه نه کوی .

میرمن رائس دا تبصره په الوتکه کې چې مسکوته پکې روانه وه وکړه چې هلته ئې دروسېې دلوړرتبه مامورانو سره لیدنه کتنه وکړه.

دسیمی په مطبوعاتو کې راغلی وو چې وائې، دشمالی کوریا مشر کیم جونگ دغه وعده دچین دمامورانو سره کړی وه . دچین یوهیآت پدی ورستیووختو کې شمالی کوریاته سفرکړی و. په رپوټونو کې داهم راغلی دی چې هغه داکټوبردنهمی نیټی داتمی ازمایښت په باره کې بخښنه غوښتی ده .

مگر میرمن رائس وویل، هغې دجمعی په ورځ په پیکینگ کې دچین دمامورانو سره غونډه لرله اودغونډې په وخت کې دکیم جونگ ددغې وینا په باره کې ذکر ونشو.

په عین وخت کې دروسېې دبهرنیوچارو وزیر سرگی لاف روف دامریکا او شمالی کوریا نه غوښتی دی چې پدی برخه کې نرمی وښئ څوخپل اختلاف حل کړی .ښاغلې لاف روف دکویت دخبری اژانس په مرکه کې وویل، دواړو ملکونو ته پکارده چې خپلی مالی ستونزی حل کړی څو دشپږو هیوادونو غونډه بیاپیل شی .

XS
SM
MD
LG