د لاس رسي وړ اتصالات

هند داسی کره شواهد نلری چې دمومبائې د بمونو د چاودنو سره د پاکستان ارتباط ثابت کړی


هند وائې، شواهد لری مگر دومره قوی ندی چې داثابته کړی چې دپاکستان داستخباراتو اداری دبمونو په یولړ هغو چاودنوکې لاس لاره چې دجولای په میاشت کې په مومبائې کې په اورگاړو کې وی او ‏(‎١٨٦ ‏)‎ تنه پکې وژل شوی وو.

دهند دملی امنیت سلاکار ( MK NARAYANAN )دامریکا تلویزنی شبکی ‏(‎ CNN-IBN‏)‎ ته نن وویل، حکومت داسی څه نلری چې دی ورته کره شواهد ووائې .

دامنیتی چارو دغه مامور وویل، دا شواهدبه دوزیرانو په سویه غونډه کې چې دنومبر په میاشت کې کیږی وړاندی شی .

دهند پولیسانو تیره میاشت دپاکستان داستخباراتو په اداره ‏(‎ISI ‏)‎ او دلشکر طئبه په افراطی ډلې باندی تورلگولی و چې په مومبائې کې دسواری په اورگاړو کې اوه بمونه ایښی وو.

پاکستان اولشکر طئبه ډلې دواړو سمدستی دغه تورونه ردکړل او وائې، په دغه حمله کې ئې هیڅ لاس نه لاره .

پاکستان وویل، که کره شواهد وړاندی کړی چې دغه تورونه ورباندی ثابت شی نو اسلام اباد به دهغه چا په خلاف جدی اقدام وکړی چې په دغه حمله کې لاس لرلی وی .

نلری

XS
SM
MD
LG