د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وائې، که ملگری ملتونه ورباندی اقتصادی بندیزونه ولگوی نودهغې په مقابل کې به متقابله اقدام وکړی


دایران دبهرینوچارو دوزارت نطاق محمد علی حسینی نن دیکشنبی په ورځ په تهران کې وویل، دملگرو ملتونو هرډول اقتصادی بندیز به سیمه ایزه او بین المللی عواقب ولری .

هغه پدی باره کې نور تفصیل ورنکړچې داقتصادی بندیزونو دلگولو په ځواب کې به دتهران اقدام څه وی . مگر هغه وویل، حکومت به هغه څه وکړی چې دی ورته مناسب اقدامات وائې.

ښاغلې حسینی داتبصری څوورځی دهغې مسودی نه دمخه وکړی چې توقع ده دملگرو ملتونو دامنیت شوراته وړاندی شی . په دغه مسوده کې دتهران په خلاف دمحدودو اقتصادی بندیزونو دلگولو غوښتنه شویده .

دایران دبهرینوچارو دوزارت نطاق وائې، ایران تراوسه غواړی چې دغه موضوع دخبرو له لاری حل شی . هغه پدی ټکی بیا ټینگار وکړچې تهران دلویدیځوملکونو دا پشنهاد ردکړیدی چې وائې، دایران اسلامی جمهوریت دی دخبرو دشروع کیدو نه دمخه دیورانیمو دغنی کولو فعالیت وځنډوی .

XS
SM
MD
LG