د لاس رسي وړ اتصالات

اسلامى نړۍ دى دا مرېکا اود اسرائېلو د دسېسو په مقابل کې بېدار واوسى : على خامنه ئي


داېران سترروحانى مشر اېت الله على خامنه ئي پر اسلامى هېوادونو غږ کړېدى چې د هغه څه په مقابل کې بېدار واوسى چې دى ورته داسلامى نړۍ خلاف دا مرېکا او اسرائېلو دسېسى وايي.

اېت الله خامنه ئي نن د سه شنبى په ورځ دتهران په ېوه ستر جومات کې په زرگونو اېرانېانوته داخبرى کولې.

هغه فلسطېنېان، لبنانېا او عراقېان دېته وهڅول چې خپل ملى وحدت خوندى وساتى او له خپل منځى شخړونه لاس واخلى. هغه داهم ووېل چې اسلامى هېوادونو ته پکاردى چې داسى اقدام ونکړى چې اسراېېلو او امرېکا سره دامرسته وکړى چې خپل اهداف سرته ورسوى. امرېکا او اسراېېل دهغو ملتو نو په جمله کې راځى چې پراېران باندى داتور لگوى چې اټومى وسلى جوړوى او پر اېران باندې ېې د نړېوالو بندېزونو د لگولو غږ کړېدى. خو اېران وايي چې اټومى پروگرام مقصد ېې د اېنرژى تولېد دى .

XS
SM
MD
LG