د لاس رسي وړ اتصالات

د سریلنکا په جنگ کې شاملی خواوی په ژینو کې غونډه کوی


دسریلنکا ماموران او دتمیل یاغیان په ژینو کې په داسی وخت کې غونډه کوی چې په دغه هیواد تاوتریخوالی زور اخیستی دی .

نن دشنبی په ورځ دخبرو دشروع کیدو نه څو ساعته دمخه مشکوکو تمیل یاغیانو دهیواد په شمالی اوختېځو سیموکې دسرک دغاړی بمونه ایښی وو چې لږترلږه شپږتنه دپولیسو ماموران پکې ټپیان شول .

په دواړو خواو باندی بین المللی فشاردی چې داتومیاشتونه وروسته دسولې خبری بیا پیل کړی مگر دبری توقع ورنه نشی کیدای .

ډیپلوماتان وائې، ددوه ورځنی غونډی نه وروسته پدی موافقه وشوه چې خبری به دوام لری نو کیدای شی چې دا دبری په حیث ومنل شی .

یاغیان وائې، دوی غواړی چې بشری موضوعاتوته زیاته پاملرنه وشی چې پدی کې دهغې لوئې لاری پرانستل شامل دی چې دشمالی جفنا دټاپووزمی سره نښلی .

مگر حکومتی ماموران وائې، دوی غواړی چې په سیاسی او انکشافی موضوعاتو او همدغه راز په هغو اندیښنو باندی خبری وشی چې په عسکرو کې دماشومانو دشاملیدو په باب موجودی دی .

XS
SM
MD
LG