د لاس رسي وړ اتصالات

په بنگله دیش کې دانتقالی حکومت جوړیدل وځنډیدل


په داسی حال کې چې دسیالو سیاسی فعالینوترمنځ په نښتو کې لږترلږه شپږتنه ووژل شول او سل تنه نور ټپیان شول .

دبنگله دیش دسرپرست حکومت مشر وویل، نه غواړی دغه وظیفه سرته ورسوی ځکه چې مخالف گوند ورباندی سخت احتجاج کړی دی .

ټاکل شوی وه چې دسترې محکمې پخوانی قاضی القضات‏(‎ K.M.HASSAN‏‏)‎دسرپر ست مشر په حیث نن دشنبی په ورځ دوفاداری لوړه کړی وی چې دجنوری میاشتی دانتخاباتو لپاره تیاری ونیسی .مگر دجمهورریاست نطاق وویل، هغه ډیرناروغ دی نو همدا سبب دی چې دسوگند خوړولو مراسموته حاضرنشو. پدی باره کې نور تفصیل ورنکړ.

دحکومت اصلی مخالف عوامی لیگ گوند گواښ کړیدی چې که صدراعظمه خالده ضیآ دسترې محکمې پخوانی متقاعد قاضی القضات په دغې څوکې مقررکړی نو نن به هیواد دټرانسپورټ په اعتصاب سره ټول هیواد فلج کړی . مخالف گوند وائې، حسن دحکومت پولوی کوی .

پنځه تنه پرون دجمعی په ورځ وروسته له هغی ووژل شول چې میرمن ضیآ ملت ته وینا وکړه . په دغه ونیاکې هغې له خلکو سره خدای په امانی وکړه او دسولې غوښتنه ئې ترینه وکړه . یو تن نن ووژل شو او په سلگونو تنه نور هغه وخت ټپیان شول چې دخالف گوند فعالینو دډاکې په لارو کوڅو کې دضربتی پولیسانو سره اخوډب وکړ. ‏‏

XS
SM
MD
LG