د لاس رسي وړ اتصالات

امریکائې قواو په عراق کې دالقاعدی یو غړی نیولی دی


په عراق کې دامریکا نظامی مقامات وائې، امریکائې عسکرو دبغداد په جنوب پلوته دیوې حملې په وخت کې دالقاعدی یولوړ رتبه نیولی دی .

نظامی ماموران وائې، ددغې ننی حملی هدف هغه لوړرتبه افراطی وچې فکرکیږی خارجی جنگیالی عراق ته راولی . دوی وائې، امریکائې عسکرو دالقاعدی یومشکوک غړی وواژه او لس تنه نورئې ژوندی نیولی دی .

په عین وخت کې امریکائې پوځیان وائې، په عملیاتو کې یوامریکائې عسکرووژل شو. ماموران وائې، پرون دجمعی په ورځ یوامریکائې مرین دالانبار په ولایت کې وژل شوی و.

دعراق دصدراعظم نوری المالکی سلاکاران وائې، عراقی مشردامریکاسره خپل روابط واضح کړل . دوی وائې، ښاغلی المالکی پرون دجمعی په ورځ په عراق کې دامریکا سفیر زلمی خلیل زاد ته وویل، دی دواشنگټن دوست دی نه په عراق کې دامریکا سړی .

ټاکل شوی چې هغه نن دویډو له لاری دجمهوررئیس بوش سره خبری وکړی .

دعراق صدراعظم دا تبصره په داسی وخت کې وکړه چې ایادواړو هیوادونو دتقسیم اوقات په باب موفقه کړیده او که نه چې غواړی دعراق امنیت اواقتصاد ښه شی .

XS
SM
MD
LG