د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پوځ د افغانستان سرحد ته نېژدى پروت د ترهگرو د روزنى يوکمپ وران کړېدى


د پاکستان پوځ وايي ددوى هېلېکوپټرونو د روزنى هغه کمپ وران کړېدى چې گوما ن کېږى ترهگر پکى روزل کېدل. دا ځا د افغانستان سرحد ته نېژدى پروت دى او اتېا تنه سر تېري پکى وژل شوېدى. د پاکستان د پوځ نطاق شوکت سلطان وايي نن ددوشنبې په ورځ سهارد وخته په ېوه حمله کې چې د باجوړ په قبېلوى سېمه کې وشوه، د حملى هدف ېوه داسى مدرسه وه چې ترهگر پکى روزل کېدل. ددغى مدرسې مشري دداسى ېو اسلامى عالم په غاړه وه چې پاکستان ورپسى د ترهگرى د اعمالوپه اړه گرځى. رپوټ وايي چې نوموړى د القاعده د سر تېرو لپاره د سېب ځاى برابروى. د پاکستان د پوځ نطاق شوکت سلطان دا خبره رد کړه چې په دغه حمله کې بېگناه ملکېان وژل شوېدى. د پاکستان همدغه سرحدى سېمه هغه کلى ته نېژدى ده چې سږکال د جنوري په مېاشت کې دامرېکا قواو چې په افغانستان کې دېره دى هوايي حمله کړې وه. ددغى حملى هدف د القاعده دوېم لمبر مشر اېمن الظواهري وو خو هغه دحملى پر وخت په هغه ځاى کې نه و.

د پاکستان له حملى نه مخکى په همدغه سېمه کې د شنبى په ورځ ېوه مظاهره شوې وه . په زرگونو سر تېرو په دغه مظاهر کى برخه اخېستى وه او د امرېکا ضد شعارونه ېې ورکول.

رپوټ وايي د طالبانو جنگېالېو په افغانستان کې دناټو د قواو خلاف خپل فعالېتونه په دې نېژدى مېاشتو کې دا فغانستان په جنوبى سېمو کې زېات کړېدى. هغوى د پاکستان په شمال لوېدېځو سرحدى لارو باندى له خپلو مرکزونونه د حملو لپاره افغانستان ته اوړي. ددغو جگړو زېاتوالى د کابل او اسلام اباد د چارواکېو ترمنځ اړېکى خړې پړې کړېدى. د افغانستان چارواکى وايي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې د پناه ځاى لرى خو اسلام اباد داتورونه ردوى او وايي چې دوى په خپل سرْڅد کې اتېازره پوځ اچولى دى او په طالبانو او د القاعده په پرارېانو پسى گرځى.

XS
SM
MD
LG