د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد د صدر په ښار کې د ېوبم په  چاودنه کى  لږ تر لږه  ٢٩ کسان وژل شوېدى


دعراق چارواکى وايي د بغداد د صدر په ښار کې د ېوبم په چاودنه کى لږ تر لږه ٢٩ کسان وژل شوېدى. دا چاودنه نن ددوشنبى په ورځ سهار هغه ځاى ته نېژدى وشوه چې د بې وزله شېعه کارگرانو ېوه ډله په ېوه چوک کې ددى لپاره راټوله شوې وه چې څوک دکار لپاره بوزي. دعراق په پاېتخت کې د صدر ښار گوټى د شېعه ملېشو قوى مرکز دى.

تراوسه پورې هېچا ددغى چاودنى مسوولېت په غاړه ندى اخېستى . رپوټ وايي سنى سر تېرو په تېرو وختونو کې په دغه ځاى باندى په بمونو اوتوپونو باندى ددى لپاره حملى کړېدى چې قرقه جنگ ته لمن ووهى.

همدارنگه په بغداد کې ټوپک والاو دعراق ېومشهور عالم هغه وخت وواژه چې هغه له خپل کورنه ووت. حسام الراوى ېو فعال سنى سېاسى مشر و اوپه پوهنتون کې د استادانو داتحادېې مشر هم و. په عېن حال کې هغه عراقى الاصله امرېکا ېى عسکر چې تېره اونى په بغداد کې برمته شوى و هغه په پټه له ېوې عراقۍ ښځى سره واده کړېدى. دهغه دا کار د امرېکا د پوځ داصولو خلاف دى. دهغه خپلوان وايي چى هغه دخپلى مېرمنى لېدوته ورتللو چې سر تېرو برمته کړ.

XS
SM
MD
LG