د لاس رسي وړ اتصالات

شېخ حسېنه واجد  د بنگله دېش د لنډمهال حکومت سره  خپل مشروط ملاتړ اعلان کړىدى


په بنگله دېش کې د مخالفو گوندونو معتبر ې سېاسى مشر ې د بنگله دېش د لنډمهال حکومت د جمهوررئېس سره خپل مشروط ملاتړ اعلان کړىدى.

شېخ حسېنه واجد چى په بنگله دېش کې دعوامى لېگ او د څوارلس اېتلافى گوندونو مشره ده نن ددوشنبى په ورځ ېې دموقت حکومت له جمهوررئېس سره ملاقات وکړ. هغى خپل لېکلى وړاندېز جمهوررېس ته ورکړىدى او وايي چې دا وړاندېز به په بنگله دېس کې دا خبره ېقېنى کړى چې انتخابات بى طرفه او په انصاف برابر و ي. په دغه وړاندېز کې دهغى د اېتلاف غوښتنى او په انتخاباتوکې د اصلاحاتو د راوستلو وړاندېزونه شامل دى. په وړاندېز کې د ترهگرو دنېولو او محاکمه کولو غوښتنه هم شامل ده. شېخ حسېنه واجد د بنگله دېش د موقت حکومت لپاره د خالده ضېا له خوانه د نومول شوى جمهوررئېس سره مخالفت وکړ. هغى ووېل چې دا اوس په موقت جمهوررئېس پورى اړه لرى چې دا ثابته کړى چې دى دمنلو وړ دى او که نه.

XS
SM
MD
LG