د لاس رسي وړ اتصالات

په مدرسه باندى هوايي حمله کې وژل شوې اتېا تنه سر تېري وو: پروېز مشرف


دپاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف وايي هغه اتېا تنه چې دافغانستان سرحد ته نېژدى پر ېوه مدرسه باندى په هوايي حمله کې وژل شوېدى ټول هغه سر تېري وو چې د ترهگرى لپاره روزل کېدل. نن د سه شنبې په ورځ دا اول ځل دى چې جنرال مشرف ددوشنبى د ورځى راهېسى چې داحمله شوېده، په دې موضوع تبصره کړېده . هغه ووېل مخکى له دېنه چې گنشپ هېلېکوپټرې ددوشنبى په ورځ سهار دوخته پرسر تېرو حمله وکړي، د تېرو پنځه شپږو وروځو راهېسى څارل کېدل.

دپاکستان جمهوررئېس ووېل دپاکستان پوځ دا معلومات درلود چې په مدرسه کې څوک وو او څه ېې کول.

د سه شنبى په ورځ تر لسو زرو نه زېاتو وسله والو قبېلوي خلکو ېوه ستره مظاهر ه وکړه . هغوى په دې حمله باندې اعتراض کاوه اوامرېکا ېې په دې غندله چې په دې حمله کې ېې برخه اخېستى ده. هغوى داهم وېل چې ددوشنبى دورځې په حمله کې بېگناه ښوونکى او شاگردان وژل شوېدى.

د پاکستان او امرېکا چارواکى وايي هغه رپوټونه چې وايي دامرېکا قواو ددوشنبى په ورځ حمله کې برخه اخېستى ده هغه په بشپړ ډول بې اعتباره او بې بنېاده دى.

په اسلام اباد کې چارواکى وايي چې په دغه مدرسه کې د ترهگرو لپاره د روزنى کمپ پټ شوى و.

رپوټ وايى چې خبر ېالانو ته اجازه نشته چې د بمبارۍ ځاى ته ورشى چې دامعلومه کړى چې رپوټونه ولې له ېوبل سره په معلوماتو کې فرق لرى.

د پاکستان اسلامى مشرانو د سه شنبى په ورځ په پاکستان کې د حکومت د هغې حملى په اړه دمظاهرو کولو غږ کړېدى چې دافغانستان سرحد ته نېژدى ېې پرېوه مدرسه باندى کړېده.

د پاکستان اسلامى سېاستمداران وايي په چېنه گۍ کې پر مدرسې باندى حمله کې بېگناه ښځى اوماشومان وژل شوېدى او امرېکا ددې حملى تر شا وه.

مظاهره چېانو په کراچۍ او دباجوړو په ښار کې مظاهرې وکړې. د ښار په مظاهرو کې مظاهره چېانو مرگ پر بش او مرگ پر مشرف شعارونه ورکول.

دپاکستان چارواکى وايي چې چېنه گۍ مدرسه د ترهگرو د روزنى ځاى و. هغوى وايي چې د پاکستان هېلېکوپټرونو ښوونځى وران کړ او اتېا سر تېرى ېې ووژل. امنېتى چارواکى وايي چې د سر تېرو ېو قوماندان لېاقت حسېن چې له القاعده سره ېې تړاو درلود هم په دې حمله کې وژل شوېدى.

دپاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف له بهر نه له سخت دېپلوماتېک فشار سره مخامخ دى چې داسلامى سرتېروخلاف په سرحدى سېموکې په ټېنگه اقدامات وکړى. داسى عقېده موجوده ده چې سر تېرى له همدغو ځاېونو نه افغانستان ته اوړي او هلته حملى کوى.

دانظرېه هم موجوده ده چې اسامه بن لادن په پاکستان کې چېرته په سرحدى سېمو کې پټ شوېدى. دپاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف وېلى دى چې په دې باب کره او باورى معلومات نشته چې دترهگرو د دغه مشر په نېولو کې مرسته وکړى که نه نو پاکستان به سمدلاسه د بن لادن دنېولو لپاره اقدام وکړى.

XS
SM
MD
LG