د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق د صدرښار نه ،  دامرېکا يي او عراقي عسکرو د پوستو د لېرى کولو امر


دعراق لومړي وزېر نورى المالکى امرکړېدى چې په بغداد کې دې د شېعه گانو داکثرېت له سېمى صدر ښار نه ، دامرېکا يي او عراقي عسکر و پوستې لېرى شى. دعراق او امرېکا عسکر و تېره اونى د صدر له ښار نه شا وخوا پوستى جوړى کړې وې. داکار ددى لپاره شوى و چې په هغه امرېکا يي عسکر پسى وگرځى چې برمته شوى و. د شېعه گانو سېاسى مشران په دې اعتراض کوى او وايي چې د صدر ښار چې دوه ملېونه نفوس لرى دامرېکا يى عسکر و له خوانه محاصره شوېدى. د عراق د لومړى وزېر المالکى ددفتر ېوخبرلېک وايي چې پکارده دا پوستى د محلى وخت په پنځو بجو مازېگر ددى لپاره لېرى شى چې د ټرافېک په بهېر کې اسانتېا راشى. خو لومړى وزېر المالکى وايى چې دا پوستى ښايى د شپې له خوانه په خپل حال پاتى شى چې په خاصو علمېاتو کې چې دترورېستانو د نېولو لپاره کېږى مرسته وکړى.

نن د صدر په ښار کې زېاتره حکومتى ودانى ، دوکانونه او ښوونځى بند وو. د ښارخلکو د ر ادېکال شېعه ملا مقتدا صد ر په غوښتنه عمومى اعتصاب کړى و. دامرېکا پوځ وايى دعراق خاصو قواو چې امرېکا ېې قواو ېې ملاتړ کاوه نن سهار ېې د صد ر په ښار حمله وکړه او دامرېکا يى عسکر د برمته کولو په اړه ېې درى کسان ونېول. دبغداد په ېوه بله برخه کې د ېوموټر بم په چاودنه کې درىملکېان ووژل ووژل شول. پردى سر بېره دامرېکا پوځ وايي چې دوه نور امرېکا يى عسکر هم ددوشنى په ورځ په عراق کې وژل شوېدى اوله دې سره د اکتوبر په مېاشت کې دامرېکا د عسکرو د تلفاتو شمېر ١٠٣ کسانو ته رسېږى. ېوعسکر د سپکو وسلو په ډزو په لوېدېز بغداد کې وژل شوى او بل د سړک د غاړى په بم باندى د پاېتخت په جنوب کې وژل شوىدى.

XS
SM
MD
LG