د لاس رسي وړ اتصالات

ېو بل هندى عسکرهم  د سرېنگر په ېوه کمپ  کې خپل منصبدار وژلى دى


دهند پوځ وايى ېو بل عسکر هم د سرېنگر په ېوه کمپ کې خپل منصبدار وېشتلى اووژلى دى. سرېنگر د کشمېر اوړي پاېتخت دى. دهند ېونظامى نطاق وايى چې منصبدار ځاى په ځاى مړ شو او چارواکېو عسکر سمدلاسه ونېو. رپوټ وايي چې دا په ېوه اونىکې زېاتى مودې نه څلورمه پېښه ده چې سر ته رسېږى.

تېره اونى شپږ عسکر په درې ورته پېښوکې جمو ته نېژدى ووژل شول. جمو دکشمېر د ژمى پاېتخت دى.

رپوټ وايي چى دهند چارواکېى ددغوحملو سبب هغه ډېر زېات فشار بولى چې په هندى کشمېر کې د اسلامى سرتېروسره په جگړه کې منځته راغلى دى.

XS
SM
MD
LG