د لاس رسي وړ اتصالات

دروسېې ضربتی پولیسانو په مسکوکې نیشنالست احتجاج کونکی نیولی دی


ضربیتی پولیسانو په دمسکو په مرکزکې افراطی نیشنالست احتجاج کونکی نیولی دی چې دوی دمهاجرت په ضد غیرقانونی مظاهره کړی وه.

دروسېې مقاماتو ددغې مظاهری توقع لرله . شپږو زرو پولیسانو کوښښ کاوه چې دنیشنالستانو دغیرقانوی مظاهری مخه ونیسی چې غوښتل ئې نن ئې دملی یووالی دورځی درخصتی په ورځ وکړی .

پولیسانو چې کوم کسان بندیان کړیدی دهغوی دقیق شمیرندی معلوم .

دمسکوښاروال لوژکوف د روانی هفتی په سرکې په مظاهروباندی بندیزلگولی دی .

افراطی نیشنالستان دقفقاز دسیمی او دمرکزی آسیا دملکونو دمهاجروپه خلاف دی .

کرملین تیر کال دملی یووالی دورځی رخصتی اعلان کړه چې د آزادی ورځ ولمانځی . روسېې په ١٦١٢ م کال کې دپولنډیانونه آزادی لاس ته راوړی وه. دا ورځ دبولشویک دانقلاب دورځی په ځای لمانځل کیږی . بولشویکانو کمونستان په روسېه کې قدرت ته ورسیدل .

XS
SM
MD
LG