د لاس رسي وړ اتصالات

چین به افرایقائې ملکونو ته پنځه میلیارده ډالرپه پورورکوی


دچین جمهوررئیس هوجینتاو وائې هیواد به ئې په راتلونکو دری کالو کې دافرېقاسره خپلی مرستی دوه برابره کړی او دافریقائې ملکونو سره ئې دپنځومیلیاردو ډالروپورپیشنهاد وکړ.

ښاغلې هو دا پیشنهاد هم وکړچې دچین بازارونه به دافریقائې ملکونو دتولیداتو پرمخ خلاص کړی ،په داسی حالکې چې هغه نن په پیکینگ کې دغه عالی غونډه پرانستله . په دغه عالې غونډه کې د۴٨ افریقائې ملکونو مشران برخه لری چې پدی حساب دهرافریقائې هیواد یومامور پکې برخه لری .

هغه وویل، چین به په افریقائې ملکونو کې ښونځی او روغتونونه جوړکړی او پنځلس زره افریقائې مسلکی کسانوته روزنه ورکړی . هغه دا وعده هم وکړی تردوه زره نهم کال پوری به خپلی مرستی دوه برابری کړی .

هغه پرون دجمعی په ورځ دا رپوټونه ردکړل چې وائې، چین دیو استعماری دولت په حیث عمل کوی چې غواړی په افریقا کې دتیلو لټون وکړی او ځان ته بازارونه پیدا کړی . دبهرنیو چارو دوزارت نطاق ‏(‎لیو جین چاو ‏)‎ وویل، مخ په زیاتیدونکی روابط دچین او افریقا دواړو په گټه دی.

دچین او افریقا د٥٣ هیوادونو ترمنځ تجارت په تیرو لسوکالوکې لس برابره زیات شویدی او توقع ده چې په روان کال کې پنځوسو میلیاردو ډالروته ورسیږی .

دغه عالی غونډه به ترسباپوری دوام لری او ډیره پاملرنه داقتصادی او سیاسی روابطو تقویه کولو ته پکې پاملره شویده .

دبشری حقوقو فعالین وائې، چین دافریقا په هغو ملکونو کې پانگه اچوی چې دبشری حقوقو ډیره بده سابقه لری . په دغو ملکونو کې سوډان او زمبابوی راځی . ددغو دواړو ملکونو مشران په دغې عالی غونډې کې برخه لری . په چین باندی دا انتقاد هم کیږی چې بی لدی دشفافیت په باره کې بین المللی اصول په نظر کې ونیسی پیسی په پورورکوی .


XS
SM
MD
LG