د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی قبائلیانو په هغې حملی احتجاج کړیدی چې په مدرسه باندی شوی وه


قبائلیانو په پاکستان کې دافغانستان سرحد سره نژدی په لیری پرته سیمه کې له قهرنه ډکه مظاهر ه دهغې حملی په خلاف کړیده چې پوځیانو په مدرسه باندی کړی وه . په دغه حمله کې اتیاتنه وژل شوی وو.

تقریبآ لس زرو قبائلیانو نن دشنبی په ورځ په باجوړکې مظاهره کړی ده . دوشنبی په ورځ دپاکستان په نظامی حمله کې دغه مدرسه ویجاړه شوی وه او مدرسه په باجوړ کې وه .

دبشری حقوقو دڅارنی مؤسسی چې مرکرزئې په امریکا کې دی، دچهارشنبی په ورځ دپاکستان له حکومت نه وغوښتل چې پدی باره کې دی مستقلو تحقیقاتوته اجازه ورکړی.

دپاکستان جمهوررئیس پرویزمشرف ویلی دی چې دغو ټولو وژل شوو افراطیانوته نظامی روزنه ورکول کیده . مگر محلی سیاستمداران وائې، دزده کونکو او ښونکو په شمول ټول وژل شوی کسان بی گناه وو.

دامنیتی چارو یوماموروائې، دالقاعدی دوهم نمبر مشر ایمن الظواهری او په لندن کې په الوتکوکې دناکامی توطئې طراح دالقاعدی ترورست اوبو اوبیدا مصر تل له دغې مدرسی نه لیدنه کوله . مگرهغه وویل، دوی ددغې حملی په وخت کې په دغه مدرسه کې حاضر نه وو .

جنرال مشرف وویل، یوه هفته ددغو افراطیانو څارنه کیدله او دپاکستان نظامی قواوی پدی پوهیدلی چې څوک په دغه مدرسه کې دی اوڅه کوی .

په پاکستان کې په زرگونو وسله والو قبائلیانو او نورو فعالینونو ددغې حملی په خلاف احتجاجی مظاهره کړیده .

XS
SM
MD
LG