د لاس رسي وړ اتصالات

نن دشنبی په ورځ دغزی په تړانگه کې لږترلږه اوه تنه ووژل شول


نن دشنبی په ورځ دغزی په تړانگه کې لږترلږه اوه تنه ووژل شول، په داسی حال کې چې اسرائیلو خپلو نظامی عملیاتوته دوام ورکړیدی . ددغو تهاجمی حملونه داسرائیلو هدف دفلسطینیانو دحملوبندول دی چې پردوی باندی دفلسطینیانو له خوانه کیږی .

د ای .پی . خبری اژانس نن دشنبی په ورځ وویل، پدغو وژل شوو کسانو کې دحماس دډلې دتوغندیو یولوړرتبه جوړونکی شامل دی . په ننی حمله کې دیوملکی کس په شمول یوشمیر افراطیان وژل شویدی. داسرائیلو نظامی مقاماتو وویل، په دغه حمله کې داسرائیلو یو عسکر هم زخمی شویدی .

دچهارشنبی دورځی نه راپدی خوا چې اسرائیلو نظامی تهاجم پیل کړیدی ، لږترلږه ۴٢ فلسطینیان او یواسرائیلی عسکر وژل شویدی .

په بیت حانون کې ستخه جگړه شویده . په دغه سیمه کې اسرائیلی قواوکور په کور تالاشی کوله چې افراطیان اووسلی پیدا کړی .

دبشری مرستو کارکونکی وائې، وضع ډیره تاواو کش ده . دوی وائې، اجازه ورته ورکړل شوه چې په جنگ کې درا ایسار ښار اوسیدونکو ته خواړه، اوبه او نورضروری مواد ورسوی .

XS
SM
MD
LG